کابل (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ويلي چې سر له نن څخه په دغه هېواد کې ټول هغه افغانان نیول کېږي چې معتبر اسناد نهلري او د هغوی د ایستلو بهیر به هم چټک شي. د راپور له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په یوه لارښوونه کې سیمهییزو ادارو او امنیتي ارګانونو ته امر کړی چې د جولای له ۱۰مې څخه ټول هغه افغان وګړي ونیسي چې په پاکستان کې له معتبرې ویزې پرته اوسېږي او د هغوی د ایستلو بهیر چټک کړي. د «ډان» د راپور له مخې، دغه لارښوونه د ایالتونو لوړپوړو چارواکو، د ګلګت ـ بلتستان، ازاد کشمیر او د پلازمېنې اسلاماباد ادارو ته لېږل شوې او دا د «غیرقانوني بهرنیو وګړو د بېرته ستنولو طرحې» (IFRP) د بیاکتنې له هغې غونډې وروسته صادره شوې چې د جون په لومړۍ نېټه جوړه شوې وه. په دې لارښوونه کې راغلي چې ټولې ایالتي ادارې او اړوند بنسټونه مکلف دي د هغو افغان وګړو د نیولو او ایستلو بهیر، چې د ویزو اعتبار یې پای ته رسېدلی، په جدي او دوامداره توګه عملي او د هغوی د بېرته ستنولو بهیر چټک کړي. د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال د جولای له ۱۱مې به سیمهییز چارواکي هم هره ورځ د معتبرې ویزې نهلرونکو افغانانو د شمېر، د هغوی…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
پاکستان سر له ننه د بېاعتباره ویزو لرونکو افغانانو د نیولو لړۍ پیلوي
منابع
Afghan sources
پاکستان سر له ننه د بېاعتباره ویزو لرونکو افغانانو د نیولو لړۍ پیلوي