Summary: د افغانستان د اتلتیک فدراسیون دوه کسیزه لوبډله د ۲۳ کلنو کمعمره لوبغاړو د اسیا اتلولیو سیالیو کې د ګډون په موخه چین ته روانه شوه. د باختر اطلاعاتي اژانس د خبر له مخې، د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ د لوبډلې غړو ته د بریا هیله څرګنده کړه او ویې ویل، چې په دې ډول نړیوالو سیالیو کې ګډون د افغانستان د اتلتیک ورزش د ودې، د لوبغاړو تجربو د زیاتوالي او د هېواد د ورزشي استازیتوب لپاره مهم او اغېزناک ګام دی. ټاکل شوې ده، چې د افغانستان په استازیتوب به مجتبی فقیرزاده د لوبغاړي او ساحل امیري د پلاوي غړي په توګه په دغو سیالیو کې ګډون وکړي. د یادونې وړ ده، چې د ۲۳ کلنو کمعمره لوبغاړو د اسیا اتلولۍ سیالۍ به د روانې جولای میاشتې د ۹مې څخه تر ۱۲مې نېټې پورې د چین اوردوس ښار په کوربتوب، د اسیا د اتلتیک فدراسیون تر څارنې لاندې ترسره شي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د هېواد اتلتیک لوبډله چین ته روانه شوه