Summary: د سره صلیب نړیوالې کمېټې د بغلان ولایت د عامې روغتیا ریاست سره د شاوخوا ۵۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د طبي تجهیزاتو، درملو او اړونده وسایلو مرسته وکړه. د بغلان ولایتي روغتون سرطبیب ډاکټر صدام حسین عرب باختر اژانس ته وویل، چې په دې مرسته کې طبي تجهیزات، درمل او پرمختللي تشخیصي ماشینونه شامل دي، چې د ناروغانو د درملنې د کیفیت په ښه والي کې به مهم رول ولوبوي.د نوموړي په وینا، د دغو تجهیزاتو او درملو په ترلاسه کېدو سره به د ولایت په روغتیايي مرکزونو کې د امکاناتو او درملو د کمښت ستونزه تر ډېره هوار شي او ناروغانو ته به پر وخت او غوره روغتیايي خدمات وړاندې شي.ځايي مسوولینو ویلي، چې سیمه ییزه اداره د همکارو بنسټونو په همغږۍ هڅه کوي، څو د روغتیايي سکټور د لا پیاوړتیا او تجهیز له لارې د ولایت اوسېدونکو ته معیاري روغتیايي چوپړ برابر کړي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
د بغلان روغتیا ریاست ته طبي وسایل او درمل وسپارل شول
Sources
Afghan sources
د بغلان روغتیا ریاست ته طبي وسایل او درمل وسپارل شول