Sportsافغانستانپښتو

کرکټ؛ افغانستان د ایرلنډ پر وړاندې د پنځو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ… — Bakhtar

روان خبرSports1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-28 21:02:20🎙 راډیو واورئ

Summary: د افغانستان د کرکټ لوبډله به د روان کال د اګست میاشتې په ۵مه نېټه د ایرلنډ پر وړاندې د پنځو سیالیو لوبلړۍ پیل کړي. د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، چې دغه لوبلړۍ به د اګست له ۵مې تر ۱۵مې نېټې پورې د ایرلنډ په بریډي او بلفاسټ ښارونو کې ترسره شي.د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، لومړۍ یوه ورځنۍ سیالي به د اګست په ۵مه نېټه د افغانستان پر وخت د ماسپښین په ۲:۱۵ بجو د بریډي په لوبغالي کې ترسره شي او دویمه سیالي به هم د اګست په ۷مه نېټه په همدې لوبغالي کې ترسره شي.د یادې لوبلړۍ درې وروستۍ سیالۍ به د اګست په ۱۰مه، ۱۲مه او ۱۵مه نېټه د ایرلنډ په بلفاسټ ښار کې ترسره شي.د یادونې وړ ده، چې افغانستان او ایرلنډ په وروستیو کلونو کې د کرکټ په بېلابېلو نړیوالو سیالیو کې څو ځله یو د بل پر وړاندې لوبېدلي او تل یې نږدې او په زړه پورې سیالۍ ترسره کړې دي.

لنډ معلومات

موضوعSports
سرچینې1
تازه شوی2026-07-28 21:02:20

مهالوېش

  1. Bakhtar

    کرکټ؛ افغانستان د ایرلنډ پر وړاندې د پنځو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیلوي

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-28 12:37:26

کرکټ؛ افغانستان د ایرلنډ پر وړاندې د پنځو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیلوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button