Kabulافغانستانامنیتپښتو

د افغانستان بانک د داوطلبۍ له لارې د ۱۶ میلیونه امریکايي ډالرو د… — AF International

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-13 12:55:08🎙 راډیو واورئ

په کابل کې د ایران سفارت د دغه سفر پخلی کړی او ویلي یې دي چې وحید جلال‌زاده به د کابل د لیدنې پر مهال له طالب چارواکو سره وګوري. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بقایي په یوه خبري ناسته کې وویل چې کابل ته د جلال‌زاده د سفر هدف په کونسلي برخو کې د همکاریو پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د اړیکو په اړه خبرې اترې دي. په دغه سفر کې به د دواړو لوریو ترمنځ د ګډ کونسلي کمیسیون پنځمه ناسته په رسمي ډول پیل شي. په دې ناسته کې به د کونسلي چارو د اسانتیاوو، د دواړو هېوادونو د وګړو د ستونزو د هواري او د قانوني تګ راتګ د تنظیم په اړه د نظرونو تبادله وشي. ټاکل شوې چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال له بېلابېلو طالب چارواکو سره پر دوه اړخیزو ډیپلوماتیکو مسایلو هم وغږېږي. دا سفر په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په کونسلي او سرحدي برخو کې د همغږۍ د زیاتوالي هڅې روانې دي. د کندهار ښار یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په روانه اونۍ کې د ګازو بیې له ۵۸ افغانیو څخه په تدریجي ډول تر ۷۰ افغانیو پورې لوړې شوې دي. د کندهار د اوسېدونکو په وینا، یوازې تېره ورځ د ګازو بیې ۴…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-07-13 12:55:08

مهالوېش

  1. AF International

    د افغانستان بانک د داوطلبۍ له لارې د ۱۶ میلیونه امریکايي ډالرو د لیلام خبر ورکړی

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-07-13 10:29:39

د افغانستان بانک د داوطلبۍ له لارې د ۱۶ میلیونه امریکايي ډالرو د لیلام خبر ورکړی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button