یواېناوډيسي: مصنوعي نشهيي توکي نړۍ ته مخ پر ډېرېدو ګواښ دی — Pajhwok
کابل (پژواک، ۵ چنګاښ ۱۴۰۵): کابل (پژواک، ۵ چنګاښ ۱۴۰۵): د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال د نشهيي توکو نړیوال راپور ښيي چې په نړۍ کې د نشهيي توکو کاروونکي ۳۳۱ میلیون تنو ته رسېدلي، مصنوعي نشهيي توکي مخ پر پراخېدو ګواښ دي او په میانمار کې د تریاکو تولید زیات شوی، خو په افغانستان کې د تریاکو او هیرویینو تولید د پام وړ کم شوی دی. د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر (UNODC) له نشهيي توکو سره د مبارزې نړیوالې ورځې (د جون ۲۶مې) په مناسبت، د ۲۰۲۶ کال د نشهيي توکو نړیوال راپور خپور کړی دی. سرچینې لیکلي چې په نړۍ کې د نشهيي توکو د کاروونکو شمېر لا هم د زیاتېدو په حال کې دی او په ۲۰۲۴ کال کې یې شمېر شاوخوا ۳۳۱ میلیون کسانو ته رسېدلی و. د دغه راپور له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې د نړۍ د ۱۵ تر ۶۴ کلونو عمرلرونکو ۶،۲ سلنه وګړو نشهيي توکي کارولي، په داسې حال کې چې دا کچه په ۲۰۱۴ کال کې شاوخوا ۵،۲ سلنه وه. په راپور کې راغلي چې چرس لا هم په نړۍ کې تر ټولو ډېر کارېدونکي نشهيي توکي دي او تر هغه وروسته افیوني مواد، امفیټامین، کوکایین او اېکسټازي ډېر کاروونکي لري.. ملګرو ملتونو په دغه راپور کې خبرداری ورکړی چې قاچاقبران په زیاتېدونکي…
Sources
- Pajhwok — 2026-06-26 11:00:55
یواېناوډيسي: مصنوعي نشهيي توکي نړۍ ته مخ پر ډېرېدو ګواښ دی
Original link