افغانستانامنیتپښتوهرات

راپور: په هرات کې د ایران ویزه تر ۱۵۰۰۰۰ افغانیو پلورل کېږي |… — Amu TV

روان خبرSecurityهرات1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-14 19:22:54🎙 راډیو واورئ

د آمو موندنې ښيي چې په هرات کې د ایران ویزه په تورو بازارونو کې له ۷۰۰۰۰ تر ۱۵۰۰۰۰ افغانیو پلورل کېږي. د دغو موندنو پر بنسټ، د هېواد د وګړو لپاره د ایران د ځینو ډولونو ویزو د صدور درېدل د تورو بازارونو د تودېدو لامل شوی دی. د هېواد په لوېدیځ کې د ایران د ویزې غوښتونکي، په ځانګړې توګه کارګران وایي چې د دې خورا زیاتو پیسو د ورکولو توان نلري. د بادغیس د بالامرغاب ولسوالۍ اوسېدونکی محمد نادر وایي، تر اوسه څو ځلې په قاچاقي ډول ایران ته تللی دی. د هغه په وینا، اوس ایران ته غیرقانوني کډوالي خورا خطرناکه شوې او پرېکړه یې کړې چې دا ځل پر قانوني لارې ایران ته لاړ شي؛ خو په تور بازار کې د ویزې بیه دومره لوړه ده چې د ورکولو توان یې نلري. هغه وایي: «که ما یو لک افغانۍ درلودلای، په همدې هېواد کې به مې کوم کار کاوه، دکان به مې نیوه یا به مې زرنج اخیسته. خدای شاهد دی چې نه پوهېږم څه وکړم.» په ورته وخت کې، باوري سرچینې آمو ته تاییدوي چې دمګړۍ د ایران د تفریحي، کارګري او درملنې ویزو صدور په عمومي ډول درېدلی او یوازې ځینو سوداګرو او هغو ناروغانو ته ویزه ورکول کېږي چې د ایران د تایید شویو روغتونونو له خوا معرفي کېږي. دا سرچینې زیاتوي…

لنډ معلومات

ځایهرات
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-07-14 19:22:54

مهالوېش

  1. Amu TV

    راپور: په هرات کې د ایران ویزه تر ۱۵۰۰۰۰ افغانیو پلورل کېږي | آمو ټلویزیون

سرچینې

Afghan sources

Amu TVPS
2026-07-14 08:21:41

راپور: په هرات کې د ایران ویزه تر ۱۵۰۰۰۰ افغانیو پلورل کېږي | آمو ټلویزیون

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button