پاکستاني رسنیو د جمعې په ورځ راپور ورکړی چې اسلامآباد د امنیتي اندېښنو او له طالبانو سره د اړیکو د خړپړتیا له امله په افغانستان کې خپل سفیر د مشورو لپاره پاکستان ته ورغوښتی دی. «دی نېشن» ورځپاڼې راپور ورکړی چې په کابل کې د پاکستان سفیر عبیدالرحمن نظاماني د افغانستان د امنیتي پرمختګونو، په ځانګړې توګه د طالبانو د مخالفې وسلوالې ډلې د تحرکاتو زیاتېدو په اړه د مشورو لپاره اسلامآباد ته ستون شوی دی. نظاماني د پاکستان د بهرنیو چارو په وزارت کې د دغه هېواد له مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره لیدلي دي. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وایي دواړو لورو د سیمهییزو پرمختګونو، په ځانګړې توګه د افغانستان د امنیتي وضعیت او د هغو مسایلو په اړه خبرې اترې کړې چې په مستقیم ډول پر پاکستان اغېزکوي. دغه وزارت ویلي: «د پاکستان مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر د سیمهییزو پرمختګونو، په ځانګړې توګه د هغو پېښو پر دقیق څار ټینګار وکړ چې د سولې او امنیت لپاره پایلې لري.» دا مشورې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو او اسلامآباد اړیکې ډېری د پاکستان د دغې ادعا پر سر له خړپړتیا سره مخ دي چې ګواکې د پاکستان تحريک طالبان او نورې وسلهوالې ډلې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي. پاکستان په ځلونو ویلي چې طالبان…
Quick facts
Timeline
-
Amu TV
پاکستان په کابل کې خپل سفیر د مشورو لپاره اسلامآباد ته ورغوښتی دی | آمو ټلویزیون
Sources
Afghan sources
پاکستان په کابل کې خپل سفیر د مشورو لپاره اسلامآباد ته ورغوښتی دی | آمو ټلویزیون