د افغانستان بشري مرستې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې دي — AF International
د ناروې د کډوالو شورا وايي، د هغو ټولو مرستو له بودجې څخه چې افغانستان ته د بشري مرستو لپاره اړينه ده؛ يوازې شپږمه برخه تمويل شوې ده. په دغه راپور کې چې د نړۍ د ۱۹۰ هېوادونو په سیاسي واکمنو جوړښتونو کې د ښځو د ګډون وضعیت ارزول شوی، افغانستان د ګینې او میانمار ترڅنګ د «استثنايي شرایطو» یا د معلوماتو نشتوالي په برخه کې شامل شوی دی. دغه راپور د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې لهخوا «په سیاست کې ښځې» تر عنوان لاندې د روان زېږدیز کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه خپور شوی دی. د راپور موندنې ښيي، چې د نړۍ په پارلمانونو کې د ښځو اوسط حضور ۲۷.۴ سلنه دی، افغانستان د فعال پارلماني جوړښت د نشتوالي او رسمي معلوماتو ته د نه لاسرسي له امله د مقننه جرګو په نړۍواله ډلبندۍ کې شامل شوی نهدی. په دغه ډلبندۍ کې لومړی مقام روانډا لري، چې د پارلمان ۶۳.۸ سلنه څوکۍ ښځو ته ورکړل شوې دي. ورپسې کیوبا د ۵۷.۲ سلنه او نیکاراګوا د ۵۵ سلنه په کچه ځای لري. په دولتي کابینو کې د ښځو د ونډې په برخه کې هم افغانستان له نوملړه اېستل شوی دی. راپور افغانستان د شمالي کوریا او میانمار ترڅنګ د هغه هېوادونو په ډله کې یاد کړی، چې د کابینې په کچه د ښځو د حضور په اړه د لاسرسي…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
د افغانستان بشري مرستې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې دي
سرچینې
Afghan sources
د افغانستان بشري مرستې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې دي