Economyافغانستانپښتو

ایران له افغانستان سره د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د همکاریو… — Bakhtar

روان خبرEconomy1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-14 23:12:10🎙 راډیو واورئ

Summary: د امارتي شرکتونو عمومي رئیس مولوي احمد جان بلال د ایران د کرنې وزارت له وزیر غلام رضا نوري او په افغانستان کې د ایران له سفير علي رضا بیکدلي سره کتلي دي. د امارتي شرکتونو عمومي ریاست په يوه خبرپاڼه کې ليکلي، چې ښاغلي بلال په ياده کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنیزو همکاریو د لا پراختیا په اړه خبرې کړې او د کرنيزو تولیداتو د زیاتوالي، د محصولاتو د پروسس او بسته‌ بندۍ د کیفیت لوړولو، د کرنیزو تجربو او تخنیکي معلوماتو د شریکولو په برخو کې د همکارۍ او ملاتړ غوښتنه کړې ده. ورته مهال د ایران د کرنې وزیر ويلي چې ایران چمتو دی ترڅو د کرنې، مالدارۍ، د کرنیزو محصولاتو د پروسس او بازارموندنې په برخو کې له افغانستان سره خپلې همکارۍ پراخې کړي، ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لا پیاوړې شي. همداراز په دې لیدنه کې د ایران سفیر علي‌رضا بیکدلي د امارتي شرکتونو عمومي رئیس ته ایران ته د سفر بلنه هم ورکړې ده. د یادونې وړ ده، چې دواړو لورو همدارنګه ټینګار کړی، چې باید له شته ظرفیتونو څخه په اغېزمنه توګه ګټه واخیستل شي، ترڅو د افغانستان او ایران ترمنځ اقتصادي اړیکې لا پراخې او پیاوړې شي.

لنډ معلومات

موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-08-14 23:12:10

مهالوېش

  1. Bakhtar

    ایران له افغانستان سره د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د همکاریو پراخولو ته چمتوالی ښودلی

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-14 16:42:21

ایران له افغانستان سره د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د همکاریو پراخولو ته چمتوالی ښودلی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button