د افغان رسندویو له راپور سره سم د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس ذاکر جلالي خبر ورکړی چې د اقتصادي همکاریو سازمان (اېکو) په راتلونکې ناسته کې ګډون کوي. جلالي په اېکس پاڼه کې لیکلي چې د دغه سازمان راتلونکې ناسته په تهران کې جوړېږي. دا په داسې حال کې ده چې طالبان د اسلاماباد په کوربتوب د اقتصادي همکاریو سازمان دېرشمې ناستې ته نه و بلل شوي. ټاکل شوې چې د دغه سازمان راتلونکې ناسته په ډسمبر میاشت کې جوړه شي.
لنډ معلومات
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-11-17 04:01:32
مهالوېش
-
Parstoday
طالبان د ایران په کوربتوب د اقتصادي همکاریو سازمان په راتلونکې ناسته کې ګډون کوي
سرچینې
External sources
ParstodayPS
2026-11-16 03:04:05
طالبان د ایران په کوربتوب د اقتصادي همکاریو سازمان په راتلونکې ناسته کې ګډون کوي