Healthافغانستاندریکندهار

طالبانو د څه باندې دوو زرو افغان کډوالو د ورستنیدا خبر ورکړ

در حال تکمیلHealthکندهار1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-06 09:13:06🎙 رادیو را بشنوید

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي چې ۴۶۰ کورنۍ چې ۲ زره او ۲۹۲ کسان پکې شامل دي، پرون افغانستان ته ورستنې شوې دي. فطرت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ۳۷۲ کورنۍ چې ۱۹۴۷ کسان کېږي، د ننګرهار د تورخم له لارې او ۱۷ کورنۍ چې ۸۵ کسان پکې شامل دي، د کندهار د سپین‌بولدک له لارې افغانستان ته ورغلې دي. د دې خبرپاڼې له مخې، ۶۶ کورنۍ چې ۲۳۹ کسان پکې شامل دي، د نیمروز د ورېښمو له لارې او پنځه کورنۍ چې ۲۱ کسان پکې شامل دي، د هرات د اسلام‌کلا له لارې هېواد ته ورستنې شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو د ستنیدا بهير زور اخيستی او زرګونه افغانې کورنۍ بېرته افغانستان ته ورستنې شوې دي. له دې سره هممهاله، مرستندویو بنسټونو خبرداری ورکړی چې د ګڼو کډوالو بېرته ستنېدل بشري فشارونه زیاتوي، ځکه راستانې شوې کورنۍ سرپناه، روغتیايي خدمتونو او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

اطلاعات کوتاه

مکانکندهار
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-06 09:13:06

خط زمانی

  1. Parstoday

    طالبانو د څه باندې دوو زرو افغان کډوالو د ورستنیدا خبر ورکړ

منابع

External sources

ParstodayPS
2026-08-06 09:05:46

طالبانو د څه باندې دوو زرو افغان کډوالو د ورستنیدا خبر ورکړ

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button