Summary: د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند، د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي ناسته ترسره شوه. په دې ناسته کې د کمېسیون غړیو د ساحوي کمېټې د پروګرامونو راپور او د تېرې ناستې د پرېکړو د پلي کېدو څرنګوالی څېړلی او همدا رنګه د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د غوښتونکو هغه غوښتنې چې د لوحو لپاره یې وړاندیز شوي سرلیکونه او سوداګریز نښانونه وړاندې کړي وو؛ ارزول شوي دي.په ناسته کې دغه راز، د هغو بهرنيو اصطلاحاتو او کلمو چې د ساحوي پروګرامونو په بهیر کې راټول شوي وو، بیا کتنه شوې او د کمېسیون غړیو د هغو د اصلاح او پر ځای یې د مناسبو کلمو او اصطلاحاتو د کارولو په اړه بحث شوی دی.د ناستې په پای کې، د کمېسسون د ساحوي پروګرام د راتلونکي اوونۍ عملي کار لپاره، د چهارآسیاب بازار سیمه ټاکل شوې ده.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي ناسته ترسره شوه
سرچینې
Afghan sources
د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي ناسته ترسره شوه