DevelopmentKabulافغانستانپښتو

هند کې کندې ته د بس لوېدو له امله اته کسان مړه او… — Pajhwok

روان خبرDevelopmentKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-17 07:37:02🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک) – د راپورونو له مخې، د هند په اتراکنډ ایالت کې ژورې کندې ته د یوه مسافر وړونکي بس د لوېدو له امله اتو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۶ نور ټپیان شوي دي. هندوستان ټایمز د سیمه‌ییزو چارواکو له قوله راپور ورکړی چې دغه پېښه نن، سې‌شنبه سهار شاوخوا څلور نیمې بجې، د دغه ایالت د تېهري ولسوالۍ ګولر بازار ته نږدې شوې ده. د راپور له مخې، بس له هریدوار څخه د چمولي پر لور روان و چې د ګولر پله په سیمه کې د چلوونکي له کنټروله ووت او شاوخوا سل متره ژورې کندې ته ولوېد. د هند پي‌ټي‌آی خبري اژانس د چارواکو په حواله ویلي چې اوو کسانو د پېښې په ځای کې او یوه بل ټپي وروسته په روغتون کې ساه ورکړې ده. سرچینې زیاته کړې چې ژغورونکو ټول ۲۶ ټپیان له بسه راایستلي، د سیمې د سختو لارو له امله یې پر کټونو تر سړکه لېږدولي او له هغه ځایه په امبولانسونو کې روغتونونو ته انتقال کړي دي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعDevelopment
سرچینې1
تازه شوی2026-11-17 07:37:02

مهالوېش

  1. Pajhwok

    هند کې کندې ته د بس لوېدو له امله اته کسان مړه او ۲۶ نور ټپیان شوي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-17 12:04:27

هند کې کندې ته د بس لوېدو له امله اته کسان مړه او ۲۶ نور ټپیان شوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button