EnglishPoliticsافغانستان

په نورستان کې د سلام مخابراتي شبکې دوه نوي سایټونه فعال شول — Bakhtar

DevelopingPolitics1 SourcesUpdated: 2026-08-29 00:37:06🎙 Listen to radio

Summary: د نورستان ولایت په مرکز پارون او کانټیوا ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې دوه نوي سایټونه فعال شول. د نورستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس مولوي احمد خالد فاتح باختر اژانس ته ویلي، چې دغه سایټونه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست، اترا ادارې او افغان ټیلیکام په همغږۍ فعال شوي دي. د نوموړي په وینا، د پارون مرکز د امشوزکنډو په سیمه کې او د کانټیوا ولسوالۍ د پیچیګرم په کلي کې سایټونه فعال شوي، چې د سیمې اوسېدونکو ته د 2G او 3G مخابراتي خدمتونه وړاندې کوي. نوموړي زیاته کړې، چې د پارون مرکز پاتې مخابراتي سایټونه هم د فعالېدو په حال کې دي او ډېر ژر به فعال شي، چې ورسره به په مرکز او لرې پرتو سیمو کې مخابراتي پوښښ لا پراخ شي. د یادونې وړ ده، چې د نورستان والي قاري زین‌العابدین عابد له مخابراتو وزیر سره په لیدنه کې د دغه ولایت د مخابراتي ستونزو د حل او د نویو انتنونو د جوړولو غوښتنه کړې وه او د هغه له لوري یې د عملي کېدو ډاډ ورکړل شوی و.

Quick facts

TopicPolitics
Sources1
Updated2026-08-29 00:37:06

Timeline

  1. Bakhtar

    په نورستان کې د سلام مخابراتي شبکې دوه نوي سایټونه فعال شول

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-28 13:13:40

په نورستان کې د سلام مخابراتي شبکې دوه نوي سایټونه فعال شول

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button