DevelopmentKabulافغانستاندری

د برېښنا پرچاوۍ له زیاتېدو د کابل ښاریانو شکایت؛ مسوولین: د دې ستونزې… — Pajhwok

در حال تکمیلDevelopmentKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-19 11:32:02🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۵): د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د اوړي په دې ګرمو ورځو کې د برېښنا د پرچاوۍ ډېرېدو له امله شکایت کوي او د دې ستونزې د ژر حل غوښتنه لري. بلخوا، د برېښنا شرکت بیا د برېښنا کمښت او د مصرف زیاتوالی د پرچاویو اصلي لاملونه بولي او وايي، دغه ستونزه هغه مهال اساسي حل کېدای شي څو د برېښنا تولیدي پروژې بشپړې شي. د پژواک خبري اژانس خبریال د کابل ښار د بېلابېلو سیمو له یو شمېر اوسېدونکو سره خبرې کړې دي؛ ډېری یې وايي چې په ۲۴ ساعتونو کې له اتو ساعتونو کمه برېښنا لري. د کابل ښار د دوغ‌اباد اوسېدونکی سید فرید هاشمي وايي: «په دې وروستیو کې چې ګرمي پیل شوې، د برېښنا له کمښت سره مخ یو، نه پوهېږم علت یې څه دی، د برېښنا کمښت دی او که له هغو هېوادونو سره چې قرارداد لرو، هغوی زموږ برېښنا پرې کړې ده، اصلي علت یې نه پوهېږو چېرته دی.» هغه د دې په ویلو سره چې په ۲۴ ساعتونو کې له پنځو ساعتونو ډېره برېښنا نه لري وايي، اوس مهال د خلکو ډېری ورځني کارونه پر برېښنا پورې تړلي او برېښنا دوامداره پرچاوۍ د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی. د کابل د خیرخانې سیمې اوسېدونکی جمعه‌ګل هم ورته شکایت لري او وايي: «په ۲۴ ساعتونو کې…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعDevelopment
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-19 11:32:02

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د برېښنا پرچاوۍ له زیاتېدو د کابل ښاریانو شکایت؛ مسوولین: د دې ستونزې حل د پروژو له بشپړېدو سره تړلی

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-19 16:00:26

د برېښنا پرچاوۍ له زیاتېدو د کابل ښاریانو شکایت؛ مسوولین: د دې ستونزې حل د پروژو له بشپړېدو سره تړلی

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button