Englishافغانستانامنیت

افغان کرېکټ بورډ د اسیايي لوبو لپاره د ۱۵ کسیزې لوبډلې نوملړ اعلان… — AF International

DevelopingSecurity1 SourcesUpdated: 2026-08-17 16:42:34🎙 Listen to radio

افغان ښځینه لوبغاړو د فوټبال، کرېکټ، بایسکل ځغلونې، تکواندو، اتلتیک او نورو نړۍوالو سیالیو کې رسمي حضور لاره او په نړۍواله کچه کې یې د افغانستان استازیتوب کاوه؛ خو د ۲۰۲۱کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو پر ورزشي فعالیتونو بندیز ولګېده او د ښځینه ملي لوبډلو کورني فعالیتونه په ټپه ودرېدل. په همدې موده کې ګڼ شمېر ښځینه لوبغاړې او روزونکې جلاوطنه شوې. اوس‌مهال د افغانستان د ښځینه‌و فوټبال ملي لوبډله په جلاوطنۍ کې د نړۍوالو سیالیو لپاره د رسميت پېژندنې او دوامداره حضور په لټه کې ده. د افغانستان د ښځینه‌و کرېکټ لوبډله هم چې ډېری غړې یې له هېواده وتلې دي؛ په بهر کې خپلو تمرینونو او فعالیتونو ته دوام ورکوي. خو د جمهوریت پرمهال افغان ښځینه لوبغاړو په بېلابېلو برخو کې لاسته راوړنې لرلې او بېلابېل مډالونه یې ګټلي وو. د تکواندو لوبغاړې رویا زماني د ۲۰۰۲کال په بوسان اسیايي لوبو کې د برونزو مډال وګاټه او د اسیايي لوبو په تاریخ کې د افغانستان لومړنۍ ښځینه مډال ګټونکې شوه. ذکیه خدادادي هم د پاراتکواندو په نړۍوالو سیالیو کې د پام وړ بریاوې خپلې کړې او د افغانستان د ښځینه ورزشکارانو له مخکښو څېرو وه. خو په۲۰۲۱کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو پر لوبو بشپړ بندیز ولګېد. طالبانو په دې وروستیو کې د ښځو د لوبو ترڅنګ…

Quick facts

TopicSecurity
Sources1
Updated2026-08-17 16:42:34

Timeline

  1. AF International

    افغان کرېکټ بورډ د اسیايي لوبو لپاره د ۱۵ کسیزې لوبډلې نوملړ اعلان کړ

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-17 11:12:12

افغان کرېکټ بورډ د اسیايي لوبو لپاره د ۱۵ کسیزې لوبډلې نوملړ اعلان کړ

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button