Summary: پلازمېنه کابل ښار کې نن د افغانستان د کانونو لومړنی ځانګړی نندارتون د یو شمېر لوړ پوړو مسوولینو په شتون کې پرانیستل شو. د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په یاده غونډه کې وویل چې اسلامي امارت په افغانستان کې د پانګونې لپاره خوندي او مناسب چاپېریال برابر کړی دی.نوموړي د یاد نندارتون جوړېدل د هېواد اقتصادي ودې او د پانګونې فرصتونو معرفي کولو لپاره مهم بللی او له کورنیو او بهرنیو پانګوالو یې غوښتي، چې د پانګونې له شته فرصتونو څخه ګټه واخلي.د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړې، چې اوس د افغانستان کاني زېرمې په خوندي او قانوني ډول استخراج او پروسس کېږي او په خبره یې هڅې روانې دي، چې له دغو زېرمو د هېواد ابادۍ، اقتصادي ودې او هوساینې لپاره اغېزناکه ګټه واخیستل شي.نوموړي څرګنده کړه، چې کورني او بهرني پانګهوال کولی شي افغانستان کې ځمکې په اجاره واخلي او د اسلامي امارت تر څارنې لاندې د کانونو استخراج او پروسس په برخو کې پانګونه وکړي.ورته مهال د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایتالله بدري وویل چې اوس مهال د هېواد د کانونو په برخه کې ۳۵۰ تړونونه فعال دي، چې له دې ډلې یې ۴۴ د لویې کچې کانونو تړونونه دي.هغه زیاته کړه، چې افغانستان د طبيعي سرچينو او معدني موادو له پلوه بډای هېواد دی، چې دا د هېواد د صنعتي او اقتصادي پرمختګ لپاره پراخ فرصتونه برابرولی شي.نوموړي همدارنګه وویل چې له دې نندارتون اصلي موخه د معدني سرچينو د اکتشاف، استخراج او پروسس په برخه کې د کورنیو او نړۍوالو پانګوالو جذبول دي.په همدې حال کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وویل چې افغانستان د پراخو کاني زېرمو په درلودلو او دغو سرچېنو مدیریت سره کولی شي د اقتصادي ځان بسیاینې زمینه برابره کړي.د یادونې وړ ده، چې په یاد نندارتون کې شاخوا ۱۵۰ غرفو کې بېلابېل کاني توکي نندارې ته ایښودل شوي او د روانې (لړم) میاشتې تر ۹مې نېټې پورې به دوام وکړي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
کابل کې د افغانستان د کانونو لومړنی ځانګړی نندارتون پرانیستل شو
Sources
Afghan sources
کابل کې د افغانستان د کانونو لومړنی ځانګړی نندارتون پرانیستل شو