Kabulافغانستانامنیتپښتو

امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل بریدونه کړي — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-09 05:03:44🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د امریکا پوځ د دویمې پرله‌پسې ورځې لپاره پر ایران بریدونه کړي او ایران هم په غبرګون کې په کوېټ او بحرین کې د امریکا پوځي اډې په نښه کړې دي. رویټرز د امریکا د مرکزي قوماندانۍ له قوله راپور ورکړی چې دغه بریدونه د هرمز تنګي د پرانیستي پاتې کېدو او پر دې ستراتیژیکه سمندري لاره د بېړیو د تګ‌راتګ پر وړاندې د ګواښ رامنځته کولو لپاره د ایران د وړتیا کمولو په موخه ترسره شوي دي. د راپور له مخې، ایران د امریکا د بریدونو په ځواب کې د دویمې پرله‌پسې ورځې لپاره پر کوېټ او بحرین بریدونه کړي دي. د کوېټ دفاع وزارت ویلي چې د دغه هېواد ځواکونو توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې تعقیب کړې دي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، دغه بریدونه د سه شنبې ورځ هرمز تنګي کې پر درېیو سوداګریزو بېړیو د برید غبرګون کې ترسره شوي او خبرداری یې ورکړی چې که دغه ډول بریدونه تکرار شي، د امریکا غبرګون به لا سخت وي. ورته مهال، ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا بریدونو کې د بندرعباس، چابهار او کنارک په ګډون د ایران د سوېلي سواحلو ځینې سیمې په نښه شوې او ځینو سیمو کې برېښنا هم پرې شوې ده. دغو تازه بدلونونو د جګړې د پراخېدو او د هرمز تنګي د…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-07-09 05:03:44

مهالوېش

  1. Pajhwok

    امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل بریدونه کړي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-09 09:33:04

امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل بریدونه کړي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button