Summary: په قرغزستان کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت خبر ورکړی، چې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي رئيس ډاکتر عبدالحي قانت په بشکیک کې د افغان سرپرست سفیر مولوي عبدالشکور حقاني په ملتیا د قرغزستان د بهرنیو چارو وزارت د څلورم سیاسي رئيس میر بېک باکیتوویچ سره کتلي دي. یاد سفارت په خپله اکس پاڼه لیکلي، چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او قونسلي همکاریو په پراختیا، سوداګرۍ، ټرانزیټ او د ګډو ګټو پر اړوندو موضوعاتو خبرې شوې دي.دواړو لورو د افغانستان او قرغزستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، د سیاسي تعامل په دوام او د عملي همکاریو د پراختیا پر اهمیت ټینګار کړی دی.
لنډ معلومات
ځایKabul
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-07-30 09:12:22
مهالوېش
-
Bakhtar
د کابل او بشکیک د سیاسي تعامل پر دوام خبرې وشوې