افغانستانامنیتپښتو

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر: افغانستان سولې، ثبات او اقتصادي فرصتونو ته… — AF International

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-26 20:40:44🎙 راډیو واورئ

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې وویل، افغانستان سولې، ثبات او اقتصادي فرصتونو ته اړتیا لري. هغه زیاتوي، هېواد به یې د افغانانو ملاتړ او د سیمې له هېوادونو سره همکاریو ته دوام ورکړي، څو د یوه سوله‌ییز او باثباته افغانستان په جوړېدو کې مرسته وشي. د افغانستان انټرنیشنل پښتو سره په خبرو کې د دفاعي چارو کارپوه او لوړپوړی خبریال فخر کاکاخېل وایي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ به کړکېچ ښايي لا نور هم زیات شي، ځکه د نوموړي په وینا، دواړه هېوادونه پر یو بل باور نه لري. کاکاخېل وایي، هر هېواد خپلې موخې، ګټې او امنیتي محاسبې لري او د نړیوال سیاست په ډګر کې د هېوادونو دریځونه د وخت له بدلون سره بدلېږي. د نوموړي په وینا، یوه مهال داسې تصور موجود و چې طالبان د لویدیځ د یوې پروژې برخه دي، خو وروسته هماغه لویدیځ هېوادونه له طالبانو سره په دوحه کې خبرو ته کښېناستل. هغه وایي، پاکستان او د سیمې نورو هېوادونو هم د طالبانو د جګړې پر مهال له هغوی سره اړیکې او مرستې لرلې، خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دغو هېوادونو موخې بدلې شوې دي. کاکاخېل د افغان کډوالو د بېرته ستنولو موضوع هم د پاکستان او افغانستان د اړیکو له مهمو عواملو څخه بولي.د هغه په وینا، که کډوالو ستنول یوازې د…

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-26 20:40:44

مهالوېش

  1. AF International

    د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر: افغانستان سولې، ثبات او اقتصادي فرصتونو ته اړتیا لري

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-09-26 18:57:58

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر: افغانستان سولې، ثبات او اقتصادي فرصتونو ته اړتیا لري

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button