د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د «کندهار تاریخ کور» موزیم له معیاري کېدو وروسته د سېشنبې په ورځ د سیلانیانو او نورو لیدونکو پر مخ پرانېستل شو. شاه رخ خان وروسته په هند کې وزېږېد او د دغه هېواد د سينما له تر ټولو نوموتو لوبغاړو څخه شو. د پاکستان وتلي خبريال حميد مير د غلام احمد بلور د خاطرو د کتاب «زه ولې مات نه شوم؟» په اړه په خپلې ليکنه کې ليکلي چې د شاه رخ خان پلار تاج محمد خان، د بلور د کورنۍ نږدې ملګری او په پېښور کې يو پېژندل شوی سوداګر و. تاج محمد خان د هند د ملي کانګرس ګوند فعال غړی او د عدام تشد د لوی پښټون مبارز عبدالغفار خان (پاچا خان) د خدايي خدمتګار غورځنګ له مخکښو پلويانو څخه و. پاچا خان د مهاتما ګاندي نږدې ملګری و، د هند د وېش مخالف او د سولهييزې مبارزې ملاتړ یې کاوه. خو کله چې په ۱۹۴۷ کال کې پاکستان جوړ شو، د هغه ډېری پلويان له نوي حکومت سره په اختلاف کې شول. خدايي خدمتګار يو بېتاوتريخوالي غورځنګ و، چې د هند له وېش مخکې يې په پښتون مېشتو سيمو کې فعاليت کاوه. د پاکستان تر جوړېدو وروسته د دغه غورځنګ غړي او ملاتړي له سياسي فشارونو او نيونو سره مخامخ شول. د احمد بلور د خاطرو په…
Quick facts
Timeline
-
AF International
په کندهار کې د «تاریخ کور» په نوم موزیم د سیلانیانو پر مخ پرانېستل شو
Sources
Afghan sources
په کندهار کې د «تاریخ کور» په نوم موزیم د سیلانیانو پر مخ پرانېستل شو