Summary: د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس ملا عبدالله حاجي بشیر د بلخ ولایت حیرتان بندر ته سفر کړی او د دغه ادارې له فعالیتونو څخه یې لیدنه او څارنه کړې ده. یادې ادارې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي؛ په دې ترڅ کې د کیفیت د تثبیت او کنټرول بهیر، د نمونې اخیستنې او ازمایښت څرنګوالی، د فعالیتونو وضعیت، اړتیاوې او د کاري بهیر د ښه والي لارې چارې وڅېړل شوې.د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس له اړوندو ادارو سره پر همغږۍ او د اړوندو برخو اړتیاوو ته پر رسېدنې ټینګار کړی دی.په دوام یې نوموړي د حیرتان بندر د معیار او کیفیت له ازمایښتونونو څخه لیدنه کړې او د اړینو لارښوونو او سپارښتنو د وړاندې کولو ترڅنګ یې د شته ستونزو او اړتیاوو د حل لارې وړاندې کړې.دا لیدنه له فعالیتونو څخه د مستقیمې څارنې او د کیفیت د تثبیت او کنټرول بهیر د پیاوړتیا په موخه د هېواد بندرونو ته د معیار او کیفیت ادارې د عمومي رئیس د کاری سفر یوه برخه ده.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس په حیرتان بندر کې د کیفیت د تثبیت او کنټرول بهیر له نږدې وڅېړه
منابع
Afghan sources
د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس په حیرتان بندر کې د کیفیت د تثبیت او کنټرول بهیر له نږدې وڅېړه