Summary: د افغانستان اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایتالله بدري، د فاریاب د خیبر ولسوالۍ د شور تاق سیمې د ډبرو سکرو کان تړون، نن د فاریاب خاتمالانبیاء کان کیندنې او پروسس شرکت له رئیس سره لاسلیک کړی دی. د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ملا هدایتالله بدري د یاد تړون د لاسلیک کولو پر مهال وویل: "دغه کان شاوخوا یو کیلومتره مربع مساحت لري او قراردادي شرکت به د ۱۰۰۰ افغانیو رویالیټي ترڅنګ؛ ۷۷۶ زره ۵۰۰ امریکايي ډالره پانګونه هم وکړي." هغه زیاته کړې چې د کان د استخراج په بهیر کې به د ټولنیزو خدمتونو د وړاندې کولو ترڅنګ، ګڼ شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شي. دغه راز د فاریاب خاتمالانبیاء کان کېندنې او پروسس شرکت رئیس ویلي دي: "موږ به د تړون له مخې د یاد کان د استخراج چارې په مسلکي او معیاري ډول ترسره کړو او هڅه به وکړو چې له کاني زېرمې څخه په اغېزمنه توګه ګټه واخلو."
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د فاریاب د ډبرو سکرو کان تړون لاسلیک شو