د امریکا او ایران اړوند بېړیو د شنبې په ورځ د یو بل پر ضد غچ اخیستونکي بریدونه وکړل. دا د هغو بریدونو وروستۍ لړۍ ده چې یوه اوونۍ وړاندې، له نږدې یوې میاشتې نسبي ارامۍ وروسته یې بیا زور اخیستی دی. د امریکا پوځ وايي، دوی د ایران اړوند دوه تېل لېږدونکې بېړۍ یا ټانکرونه "د تل لپاره له فعالیته غورځولي" دي، چې یو یې د خارګ ټاپو ته نږدې و، او یو ټانکر یې د عمان په خلیج کې "په بشپړ ډول ویجاړ کړی" دی. د ایران دولتي رسنیو دغه بریدونه تائید کړي او وايي، تهران په ځواب کې یې د امریکا پر اړوند درېیو بېړیو بریدونه کړي دي. دغه راز یې د هرمز تنګي له لارې د روانو درې د تېلو ټانکرونو په نښه کړي، ځکه چې د ایران په وینا هغوی په "غیر مجاز" مسیر روان وو. بي بي سي د ایران د وروستیو ادعاوو په اړه، چې ګواکې امریکايي بېړۍ یې په نښه کړې دي، د امریکا د مرکزي قوماندانۍ سینټکام نظر غوښتی، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی. دا بریدونه یوه ورځ وروسته له هغې وشول چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ دغه شخړه "کوچنۍ خبره" بللې وه، په داسې حال کې چې د شپږو میاشتو جګړې د پای ته رسولو لپاره کوم څرګند پرمختګ نه تر سترګو کېده. ټرمپ د شنبې د…
Quick facts
Timeline
-
Bbc
امریکا او ایران د شخړې له بیا سختېدو سره د یو بل پر بېړیو غچ اخیستونکي بریدونه وکړل – BBC News پښتو
Sources
External sources
امریکا او ایران د شخړې له بیا سختېدو سره د یو بل پر بېړیو غچ اخیستونکي بریدونه وکړل – BBC News پښتو