نامتو سندغاړې ښاپیرۍ نغمې د عایشه وهاب د ملاتړ په غونډه کې پر طالبانو غږ کړی چې د افغان نجونو پر مخ دې ښوونځي پرانیزي. نوموړې له عایشه وهاب څخه غوښتنه کړې چې د امریکا پر هر دریځ دې د افغان ښځو او نجونو د حقونو غږ پورته کړي. د صدف افغان په نوم یوې نجلۍ په کابل کې د قاصد په نوم انلاین اپلیکیشن جوړ کړی او له دې لارې د مساپر وړونکو بسونو انلاین ټکټونه پلوري او ټکټونه د مشتریانو تر کورونو رسوي. دغې نجلۍ دغه انلاین پلټفارم شاوخوا یو کال مخکې جوړ کړ او پنځه میاشتې وروسته یې له یوه درې کسیزه ټیم سره د انلاین ټکټونو د ریزرف او پېرلو خدمتونه پیل کړل. صدف افغان شېنهوا اژانس ته ویلي:«موږ د خپلو پیریدونکو لپاره انلاین ټکټونه اخلو، پیسې یې ورکوو او بیا ټکټونه د هغوی تر کورونو پورې رسوو». صدف وايي، چې د ټکټونو د ریرزف او رسولو په دغه کار کې اوس له نوموړې سره د څلور نورو نجونو په ګډون اته کسان بوخت دي او هیله لري چې د کار په پراخولو سره په نورو ولایتونو کې هم ښځو ته د کار زمینه برابره کړي. صدف افغان وايي چې د کار د پیل په لومړیو کې له ستونزو سره مخ شوې خو اوس د پیرونکو غبرګون هڅوونکی دی. نوموړې زیاته کړې، « د هر کار…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
ښاپېرۍ نغمه: طالبان دې د نجونو ښوونځي پرانیزي