EnglishHealthKabulافغانستان

په یمن کې د څو ورځنیو نښتو له امله تر ۳۰۰ ډېر کسان… — Pajhwok

DevelopingHealthKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-07 05:52:04🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د یمن په سوېل لوېدیځ کې د حکومتي ځواکونو او حوثیانو ترمنځ د تېرو څو ورځو نښتو له امله تر ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي او نږدې ۱۸۰۰ کورنۍ بې‌ځایه شوې دي. فرانس پریس خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه نښتې د تعز ولایت په ځینو برخو او باب‌المندب تنګي ته څېرمه سیمو کې روانې وې او په وژل شویو کې د دواړو لورو کسان او یو شمېر ملکي وګړي شامل دي. د یمن د حکومتي ځواکونو دوو پوځي چارواکو ویلي چې د شنبې له غرمې د یکشنبې تر سهاره د دوی ۸۴ سرتېري وژل شوي دي. په راپور کې د حوثیانو اړوندو سرچینو له قوله راغلي چې په همدې موده کې د دې ډلې ۵۷ کسان هم وژل شوي دي. د راپور له مخې، د دواړو لورو له پوځي او روغتیايي سرچینو راټولې شوې شمېرې ښيي چې د نښتو د وروستي پړاو له پیله تر اوسه د وژل شویو کسانو ټول شمېر تر ۳۰۰ اوښتی دی. په راپور کې راغلي چې حوثیانو د پنجشنبې په ورځ عملیات پیل کړل او ورسره د مُخا بندري ښار پر لور په غځېدلو لارو او باب‌المندب تنګي ته څېرمه سیمو کې نښتې سختې شوې. د یمن د حکومت یوه پوځي چارواکي ویلي چې د شنبې ماښام د نښتو له امله د تعز او مُخا…

Quick facts

LocationKabul
TopicHealth
Sources1
Updated2026-09-07 05:52:04

Timeline

  1. Pajhwok

    په یمن کې د څو ورځنیو نښتو له امله تر ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-07 10:18:32

په یمن کې د څو ورځنیو نښتو له امله تر ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button