د پنجشېر پریان درې ته د سیلانیانو مخه؛ اوسېدونکي یې د ګرځندوی د… — Pajhwok
بازارک (پژواک، ۶ چنګاښ ۱۴۰۵): د پنجشېر د طبیعي ښکلا لرونکې پریان ولسوالۍ ته د دوبي په موسم کې ګڼ شمېر سیلانیان ورځي، خو د سیمې اوسېدونکي او کارپوهان وایي، د بنسټیزو اسانتیاوو نشتون د دې درې د سیاحتي وړتیاوو د ودې مخه نیولې ده. ځایي مسوولین وایي، د پریان او د پنجشېر د نورو سیاحتي سیمو د ودې لپاره د اړوندو ادارو په همغږۍ هڅې روانې دي. پریان؛ د پنجشېر تر ټولو لویه ولسوالي پریان ولسوالي د هندوکش د جګو غرونو په لمنو کې پرته ده او د شنو درو، بهېدونکو سیندونو، یخو چینو او واورینو څوکو له امله ځانګړی شهرت لري. دا د مساحت له مخې د پنجشېر تر ټولو لویه ولسوالي ده. دا ولسوالي له تخار، بدخشان، نورستان، بغلان او د پنجشېر له خنج ولسوالۍ سره پوله لري. د دې سیمې ډېری اوسېدونکي پر کرنې، مالدارۍ او دودیزو کسبونو بوخت دي؛ خو په وروستیو کلونو کې کورنی ګرځندوی هم د خلکو لپاره د عاید پر یوې سرچینې بدل شوی دی. د اسانتیاوو برابرول؛ د سیلانیانو او اوسېدونکو ګډه غوښتنه د دوبي په دې موسم کې هره ورځ د هېواد له بېلابېلو ولایتونو ګڼ شمېر سیلانیان د پریان درې ته د طبیعي ښکلا د نندارې لپاره ورځي، خو د سیمې اوسېدونکي وايي، د ګرځندوی لپاره د لازمو اسانتیاوو نشتون د سیلانیانو شمېر او د سیمې اقتصادي فرصتونه محدود…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
د پنجشېر پریان درې ته د سیلانیانو مخه؛ اوسېدونکي یې د ګرځندوی د ودې لپاره د اسانتیاوو غوښتنه کوي
Sources
Afghan sources
د پنجشېر پریان درې ته د سیلانیانو مخه؛ اوسېدونکي یې د ګرځندوی د ودې لپاره د اسانتیاوو غوښتنه کوي