AfghanistanDevelopmentKabul

هوتک او صافي د شانګهای سازمان په ووشو سیالیو کې د برونزو مډالونه… — Pajhwok

DevelopingDevelopmentKabul1 sourcesUpdated 2026-06-27 12:59:45

کابل (پژواک، ۶ چنګاښ ۱۴۰۵): افغان لوبغاړو محمد خالد هوتک او شهزاده صافي د شانګهای سازمان د ووشو په سیالیو کې د برونزو مډالونه وګټل او ټاکل شوې سبا د سپینو زرو مډال ته د لارموندنې لپاره د خپلو ایراني او هانګ‌کانګي سیالانو پر وړاندې سیالۍ وکړي. د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې محمد خالد هوتک د شانګهای د همکاریو سازمان د ووشو سیالیو د ۷۰ کیلوګرام وزن په کټګورۍ کې، له سیالۍ پرته، د برونزو مډال خپل کړ. د یاد ریاست ویاند اتل مشواڼي پژواک ته وویل، هوتک په درجه‌بندۍ کې د لوړې رتبې لرلو له امله په لومړي پړاو کې استراحت وکړ او د یوه لوبغاړي له انصراف وروسته یې د برونزو مډال ګټل یقیني شول. د هغه په وینا، هوتک به سبا (یک‌شنبه، د چنګاښ ۷مه) د سپینو زرو مډال ته د لارموندنې لپاره د ایران له ووشو لوبغاړي عرفان محرمي سره سیالي وکړي. یاد ریاست همداراز لیکلي چې بل افغان لوبغاړي شهزاده صافي د شانګهای د همکاریو سازمان د ووشو اسیايي سیالیو د ۵۶ کیلوګرام وزن په کټګورۍ کې خپل قزاقستانی سیال ته په ماتې ورکولو د برونزو مډال وګاټه. په خبرپاڼه کې راغلي، صافی به هم سبا (یک‌شنبه، د چنګاښ ۷مه) د سپینو زرو مډال ته د لارموندنې لپاره د خپل هانګ‌کانګي سیال پر وړاندې سیالي وکړي….

Quick facts

LocationKabul
TopicDevelopment
Sources1
Last update2026-06-27 12:59:45

Timeline

  1. Pajhwok

    هوتک او صافي د شانګهای سازمان په ووشو سیالیو کې د برونزو مډالونه وګټل

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-06-27 10:02:48

هوتک او صافي د شانګهای سازمان په ووشو سیالیو کې د برونزو مډالونه وګټل

Open original source

اړوندې مقالې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button