د افغانستان د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحا…مجاهد وايي، له ایران سره د افغانستان اړیکې ژورې او مهمې دي او هېڅ هېواد ته به اجازت ورنه کړي چې د دواړو هېوادونو اړیکې کمزورې کړي. ذبیح ا…مجاهد زمونږ له خبریال سره په خصوصی مرکې روښانه کړه، د ایران د اسلامي انقلاب د رهبر د شهادت پېښه د افغانستان د خلکو لپاره ډېره دردونکې ده او د ایران په ضد د جنګ دوام د سیمې ټولو هېوادونو ته زیان رسوي. هغه ټینګار وکړ چې افغانستان د جګړې مخالف دی او اجازت نه ورکوي چې د دغه هېواد له خاورې د کوم بل هېواد پر ضد استفاده وشي. د طالبانو حکومت ویاند همداراز وویل، په تېرو لسو میاشتو کې له پاکستان سره د اړیکو له پرېکون وروسته، ایران د افغانستان د سوداګرۍ او اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول ولوباوه. نوموړي له ایرانه د همکارۍ له امله مننه وکړه او ویې ویل چې افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې له ایران سره د لا ډېرو همکاریو لپاره چمتو دی. په دې اړه له کابله زمونږ دخبریال راپور هم ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Parstoday
هېڅ یوه هېواد ته اجازت نه ورکوو چې له ایران سره زمونږ اړیکې کمزورې کړي
سرچینې
External sources
هېڅ یوه هېواد ته اجازت نه ورکوو چې له ایران سره زمونږ اړیکې کمزورې کړي