AfghanistanSecurityهرات

هرات کې د موټرسایکلونو د غلا په تور درې کسان نیول شوي — Pajhwok

DevelopingSecurityهرات1 sourcesUpdated 2026-06-27 13:15:38

هرات (پژواک، ۶ چنګاښ ۱۴۰۵): د کورنیو چارو وزارت وایي، په هرات ولایت کې د شپږو موټرسایکلونو د غلا په تړاو درې کسان نیول شوي او امنیتي ځواکونو لس نور غلا شوي موټرسایکلونه هم کشف او ضبط کړي دي. د کورنیو چارو وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه درې کسان پرون (جمعه) د هرات ښار د اوومې امنیتي حوزې منسوبینو د کشفي عملیاتو په ترڅ کې د شپږو موټرسایکلونو د غلا په تور نیول شوي دي. سرچینه کاږي چې نیول شوو کسانو په لومړنیو څېړنو کې پر خپل جرم اعتراف کړی او دوسیې یې د قانوني پړاوونو بشپړېدو لپاره عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوې دي. سرچینې زیاته کړې چې دغو کسانو به له غلا وروسته د موټرسایکلونو اسناد بدلول، د شاسي نمبرونه به یې اړول او بیا به یې پلورل. کورنیو چارو وزارت همدارنګه ویلي چې د هرات ښار د اوومې امنیتي حوزې ځواکونو د خپلو عملیاتو په دوام د دې حوزې له بېلابېلو سیمو لس نور غلا شوي موټرسایکلونه هم کشف او ضبط کړي دي. د سرچینې د معلوماتو له مخې، کشف شوي موټرسایکلونه به د مالکیت له تثبیت او د قانوني اسنادو له ارزونې وروسته خپلو اصلي مالکانو ته وسپارل شي.

Quick facts

Locationهرات
TopicSecurity
Sources1
Last update2026-06-27 13:15:38

Timeline

  1. Pajhwok

    هرات کې د موټرسایکلونو د غلا په تور درې کسان نیول شوي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-06-27 06:09:11

هرات کې د موټرسایکلونو د غلا په تور درې کسان نیول شوي

Open original source

اړوندې مقالې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button