کابل (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۵): د اسلامي امارت ویاند وایي، په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د سړکونو، رېلپټلیو، اوبو، برېښنا، ښاري او کلیوالي پراختیا، استوګنې او نورو بنسټیزو برخو کې سلګونه پروژې بشپړې شوې او د سلګونو نورو چارې روانې دي. د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد نن د «حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې» پروګرام کې د ټولګټو، اوبو او انرژۍ، د کلیو د بیارغونې او پراختیا، کور او ښار جوړولو، سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارتونو، کابل ښاروالۍ، افغانستان برېښنا شرکت، ملي پراختیا شرکت، د افغانستان د نفت او ګاز امارتي شرکت، امارتي سیلو مرکزي شرکت او امارتي ملي بس شرکت د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د فعالیتونو او لاستهراوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل. مجاهد وویل، په تېر هجري قمري کال کې د سړکونو، پلونو، جوماتونو، ساتنې او مراقبت او رېلپټلیو په برخو کې ۲۶۲ پروژې په کاري پلان کې شاملې وې چې ۹۱ یې بشپړې شوې او ۱۷۱ نورې د پلي کېدو په بېلابېلو پړاوونو کې دي. د ده د معلوماتو له مخې، په همدې موده کې ۳۹۳ کیلومتره سړکونه قیر شوي، د ۹۳۲ کیلومتره سړکونو د امکانسنجۍ مطالعات، د ۷۷۷ کیلومتره سړکونو ټوپوګرافي سروې او د ۳۵۰ کیلومتره سړکونو ډیزاین بشپړ شوی او دغهراز د ۴۴۵ کیلومتره نورو سړکونو د ډیزاین چارې روانې دي. هغه وایي چې د تورغونډۍ – هرات د ۱۱۳ کیلومتره،…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
مجاهد: په تېر هجري قمري کال کې سلګونه پروژې بشپړې او سلګونه نورې د پلې کېدو په حال کې دي
منابع
Afghan sources
مجاهد: په تېر هجري قمري کال کې سلګونه پروژې بشپړې او سلګونه نورې د پلې کېدو په حال کې دي