Summary: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي په افغانستان کې د یونسکو دفتر له فرهنګي مسوول بریندن کسار سره وکتل. په لیدنه کې د فرهنګي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وشوې او په دې برخه کې پر ګډو همکاریو ټینګار وشو.لیدنه کې ښاغلي طیبي له یاد بنسټ څخه غوښتي، چې د هېواد د فرهنګي او تاریخي میراثونو د ساتنې او بیا رغونې په برخو کې همکاري وکړي.د فرهنګ معین زیاته کړې، چې د افغانستان فرهنګي او تاریخي میراثونو په تېرو لسیزو کې زیانمن شوي او د هېواد یو شمېر تاریخي اثار او ابدې بیارغونې او ساتنې ته اړتیا لري.د ښاغلي طیبي په وینا، د افغانستان یو شمېر تاریخي اثار په تېر وخت کې بهرنیو هېوادونو ته قاچاق شوي او له یونسکو څخه یې غوښتي چې په بېرته راګرځولو کې ورسره همکاري وکړي.ناسته کې د یونسکو استازي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره د دغه بنسټ د همکاریو د دوام ډاډ ورکړی او د فرهنګي میراثونو د ساتنې په برخه کې یې د اړوندو ادارو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ او همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د یونسکو استازي سره د فرهنګي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وشوې
سرچینې
Afghan sources
د یونسکو استازي سره د فرهنګي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وشوې