د افغانستان د چارو ادارې پخوانی رییس فضلمحمود فضلي وايي، د سعودي دلتا انرژي شرکت او طالبانو ترمنځ د تېلو او ګازو د قرارداد د لاسلیک پر مهال د زلمي خلیلزاد حضور د حیرانتیا وړ نه دی. فضلي ویلي، چې خلیلزاد له ۳۰ کلونو راهیسې له طالبانو سره «غیرمشروع» اړیکې لري. د کندهار د وچکالۍ ځپلو ولسوالیو اوسېدونکو افغانستان انترنشنل ته ویلي، چې د ځمکې لاندې اوبو د کمېدو له امله یې د کرنې او څښاک اوبو په برخه کې ستونزې لا زیاتې شوې دي. دوی وايي، د اوبو د بندونو او کانالونو د جوړولو وس نه لري او له حکومت او مرستندویه ادارو د مرستې غوښتنه کوي. د شاه ولیکوټ ولسوالۍ اوسېدونکی جان محمد وايي، پخوا په سیمه کې کاریزونه بهېدل، خو له وچېدو وروسته خلکو د اوبو راایستلو لپاره لمریزې تختې وکارولې خو اوس د نوموړي په وینا، په ۲۰۰ مترۍ کې هم اوبه نه موندل کېږي. په غورک ولسوالۍ کې هم وچکالۍ ګڼې کورنۍ له خپلو مېنو کډه کولو ته اړې کړې دي. د دې ولسوالۍ اوسېدونکی باز محمد وايي، « لومړی د کرنې اوبه ورکې شوې او وروسته د څښاک اوبه هم نایابه شوې، له همدې امله مې کور او ځمکې پرېښودا او ارغنداب ته کډه شوم، خو دلته هم د اوبو کچه د ښکته کېدو په حال کې ده». د ژیړۍ ولسوالۍ یو اوسېدونکي حاجي…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
فضلمحمود فضلي: خلیلزاد له طالبانو سره له ۳۰ کلونو راهیسې «غیرمشروع» اړیکې لري
سرچینې
Afghan sources
فضلمحمود فضلي: خلیلزاد له طالبانو سره له ۳۰ کلونو راهیسې «غیرمشروع» اړیکې لري