EnglishHealthKabulافغانستان

لبنان کې د اسرائیل بریدونه؛ د دوو ماشومانو په ګډون دوولسو کسانو ژوند… — Pajhwok

DevelopingHealthKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-08 04:47:15🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۵): د لبنان د روغتیا وزارت وايي، د دغه هېواد په سوېل کې پر یوه کلي د اسرائیل په هوايي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو شمېر نور ټپیان شوي دي. اسوشیټېډ پرېس راپور ورکړی چې د اسرائیل هوايي ځواکونو نن دوشنبه سهار د لبنان په سوېل کې پر «کفر رمان» کلي دوه هوايي بریدونه کړي؛ دغه بریدونه د اسرائیلو او حزب‌الله ترمنځ د بیا زیاتېدونکو تاوتریخوالو په لړ کې شوي دي. د لبنان د روغتیا وزارت ویلي چې په یوه برید کې یوه ودانۍ په نښه شوې چې له امله یې د دوو ماشومانو او څلورو ښځو په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي او اته نور چې درې ماشومان او یو ژغورونکی پکې شامل دي، ټپیان دي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په یاد کلي کې یو بل برید پر یوه موټر شوی چې «د لبنان اسلامي رسالت د سکاوټ ټولنې» اړوند یو ژغورونکی پکې وژل شوی او دوه نور کسان ټپیان شوي دي. د اسرائیل پوځ ویلي چې دغه بریدونه د حزب‌الله د بې‌پیلوټه الوتکو د دوو بریدونو په غبرګون کې شوي چې په لبنان کې مېشت اسرائیلي ځواکونه یې په نښه کړي وو. د اسرائیل پوځ ویلي، د دغو بریدونو له ډلې یو یې د حزب‌الله پر یوه…

Quick facts

LocationKabul
TopicHealth
Sources1
Updated2026-09-08 04:47:15

Timeline

  1. Pajhwok

    لبنان کې د اسرائیل بریدونه؛ د دوو ماشومانو په ګډون دوولسو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-08 09:15:16

لبنان کې د اسرائیل بریدونه؛ د دوو ماشومانو په ګډون دوولسو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button