Politicsافغانستانپښتوپکتیکا

غزني کې د سوېل‌لوېدیځ زون د بوکسینګ دویم پړاو سیالۍ ترسره شوې — Pajhwok

روان خبرPoliticsپکتیکا1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-08 06:02:02🎙 راډیو واورئ

غزني‌ښار (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۵): غزني کې د سوېل‌لوېدیځ زون د بوکسینګ دویم پړاو درې‌ورځنۍ سیالۍ د اوو ولایتونو د ۵۵ ورزشکارانو په ګډون ترسره شوې چې په پایله کې یې غزني لومړی او میدان‌وردګو دویم مقامونه خپل کړل. په دغو سیالیو کې د غزني ترڅنګ د میدان‌وردګو، لوګر، بامیان، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو غوره بوکسرانو ګډون کړی و چې د ځوانانو او لویانو په دوو کټګوریو کې یې سیالۍ وکړې. د غزني د بدني روزنې او ورزش امریت د المپیک امر بلال مجاهد پژواک ته وايي، د زون په کچه د ورته سیالیو ترسره کول ورزشکارانو ته د خپلو وړتیاوو لوړولو او له نورو لوبغاړو د تجربو ترلاسه کولو زمینه برابروي. هغه وویل: «زموږ هڅه دا ده چې ورزشکارانو ته د سیالۍ او خپل استعداد د څرګندولو زمینه برابره کړو. دا ډول زونیزې سیالۍ د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو په تبادله او د غوره څېرو په پېژندلو کې مهمې دي.» نوموړي زیاته کړه چې د سیالیو په پایلوبه کې د غزني او میدان‌وردګو لوبډلو ترمنځ سیالي وشوه چې غزني لومړی او میدان‌وردګو دویم مقامونه ترلاسه کړل. په همدې حال کې، د بوکسینګ ملي فدراسیون فني مرستیال حاجي هدایت‌الله مومند وايي، د دغو سیالیو له لارې یو شمېر غوره او بااستعداده ورزشکاران وپېژندل شول. نوموړي وویل چې د ورته سیالیو دوام به د ورزشکارانو ترمنځ د همکارۍ، دوستۍ او…

لنډ معلومات

ځایپکتیکا
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-09-08 06:02:02

مهالوېش

  1. Pajhwok

    غزني کې د سوېل‌لوېدیځ زون د بوکسینګ دویم پړاو سیالۍ ترسره شوې

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-08 10:30:18

غزني کې د سوېل‌لوېدیځ زون د بوکسینګ دویم پړاو سیالۍ ترسره شوې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button