د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډه کې د فرانسې استازې ویلي، د زور له لارې د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا کړکېچن شوی دی. معنوي د دوشنبې په ورځ، د وږي ۱۶مه، په ایکس خواله رسنۍ کې د اسلامجار د یوه عربي کتاب برخې ته په اشارې ویلي چې د هرات اوسني والي په خپلو لیکنو کې تشیع « تکفیري او افراطي فرقه» بللې ده. هغه د اسلامجار له کتاب څخه په نقل لیکلي چې په دې کتاب کې تشیع د «اهل بیتو سره په مینه او له صحابهوو سره په دښمنۍ کې، تکفیري او افراطي فرقه» بلل شوې او د دې مذهب بنسټګر «عبدالله بن سبا یهودي» ګڼل شوی دی. فضل احمد معنوي ویلي، دا ډول څرګندونې باید یوازې شخصي یا مذهبي بحث ونه ګڼل شي، ځکه د دې لیکنو لیکوال اوس د طالبانو په حکومت کې د هرات د والي په توګه لوړ رسمي مقام لري. نوموړي په عین حال کې ویلي چې اسلامجار په خپل کتاب کې د تکفیر په اړه د احتیاط سپارښتنه هم کړې او لیکلي یې دي: «د یوې ټولې فرقې په تکفیر کې باید احتیاط وشي، ځکه کېدای شي په هغوی کې ناپوه، منکر یا د خپلو باورونو تأویل کوونکی کس موجود وي.» معنوي د دې…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
د فرانسې استازې: په افغانستان کې جنسیتي تبعیض د بشریت پر وړاندې جرم دی
سرچینې
Afghan sources
د فرانسې استازې: په افغانستان کې جنسیتي تبعیض د بشریت پر وړاندې جرم دی