Healthافغانستانپښتوننګرهار

ننګرهار کې د «میهن» روغتیايي بنسټ دفتر تړل شوی

روان خبرHealthننګرهار1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-08 07:11:57🎙 راډیو واورئ

د ننګرهار امنیتي او تصفیوي کمېسیون وايي، په دغه ولایت کې یې د «میهن» په نوم د روغتیايي خدمتونو وړاندې کوونکي بنسټ دفتر د قانوني جوازونو او له اړوندو ادارو سره د نه همغږۍ له امله تړلی دی. د ننګرهار د والي ویاند له دفتره رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه بنسټ له تېرو اتو میاشتو راهیسې د عامې روغتیا له ریاست سره فعالیت درلود، خو د عامې روغتیا وزارت د کار جواز یې نه درلود او له اقتصاد وزارت سره یې هم لازمې همغږي نه وې کړې. خبرپاڼه زیاتوي، چې د بنسټ مشرتابه د هېواد نافذه قوانینو ته د ژمنتیا په برخه کې ستونزې لرلې او د دې ادارې د ولایت مسؤل بست هم تر اوسه خالي و. د کمېسیون د پرېکړې له مخې، د «میهن» دفتر تر هغه وخته تړل شوی چې دغه بنسټ د نافذه قوانینو له مخې د فعالیت لپاره لازم شرایط برابر کړي. د بیا فعالیت په اړه به وروسته پرېکړه وشي. «میهن» بنسټ د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې له سلو څخه د زیاتو روغتیايي مرکزونو د تمویل او تجهیز مسؤلیت درلود او لسګونه نارینه او ښځینه کارکوونکي یې لرل.

لنډ معلومات

ځایننګرهار
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-09-08 07:11:57

مهالوېش

  1. Parstoday

    ننګرهار کې د «میهن» روغتیايي بنسټ دفتر تړل شوی

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-09-08 07:10:24

ننګرهار کې د «میهن» روغتیايي بنسټ دفتر تړل شوی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button