AfghanistanPoliticsپکتیکا

پکتیکا کې د ۳۸ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې — Bakhtar

DevelopingPoliticsپکتیکا1 sourcesUpdated 2026-06-27 23:00:49

Summary: د پکتیکا ولایت د ټولګټو ریاست له لوري د ارګون ولسوالۍ څخه د سروبي ولسوالۍ تر رباط سیمې پورې د ۳۸ کیلومتره لویې لارې د جوړولو چارې پیل شوې. د پکتیکا والي مولوي عبدالخالق عابد د یاد سړک د پرانیستې پر مهال وویل، چې په راتلونکي کې به هم ورته پراختیايي پروژې پلې شي. ورته مهال د یاد ولایت د ټولګټو رئیس مولوي محمد اکبر عادل وویل، د پروژې په لومړي لاټ کې به د ۵۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۰ کیلومتره سړک د ۲۲ میاشتو په موده کې په اساسي او معیاري ډول جوړ شي. د نوموړي په وینا، په دې برخه کې د دوو لویو پلونو، دوه کیلومتره استنادي دېوال او ۷۰ پلچکونو جوړول هم شامل دي. د سیمې قومي مشرانو د دغه سړک د جوړېدو چارو په پیل کېدو خوښي څرګنده کړې او له دولت څخه یې د ورته نورو ټولګټو پروژو د پلې کېدو غوښتنه کړې ده. د یادونې وړ ده چې د یاد سړک په جوړېدو سره به د ارګون، سروبي، شکین او برمل ولسوالیو د اوسېدونکو ترانسپورټي ستونزې حل شي.

Quick facts

Locationپکتیکا
TopicPolitics
Sources1
Last update2026-06-27 23:00:49

Timeline

  1. Bakhtar

    پکتیکا کې د ۳۸ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-06-27 18:05:15

پکتیکا کې د ۳۸ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

Open original source

اړوندې مقالې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button