AfghanistanDiplomacyKabul

د افغانستان او ایران ترمنځ د ګرځندی په برخه کې د همکاریو پر… — Bakhtar

DevelopingDiplomacyKabul1 sourcesUpdated 2026-06-27 23:01:33

Summary: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین، مولوي قدرت‌الله جمال، په کابل کې د ایران له سفیر علي‌رضا بیکدلي او د دغه هېواد له کلتوري اتشې سید روح‌الله حسيني سره د ګرځندوی او فرهنګي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي. د اطلاعاتو او کلتور وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سیاحتي همکاریو پراختیا، د دواړو هېوادونو د سیلانیانو لپاره د اسانتیاوو برابرول، د سفر، زیارت، درملنې او زده‌کړو د بهیر اسانه کول، د ګډو فرهنګي پروګرامونو پراختیا او د سیلانیانو د تګ راتګ د زیاتوالي په اړه بحث وشو. مولوي قدرت‌الله جمال ویلي، افغانستان او ایران دوستانه اړیکې لري او اړتیا ده، چې د سیاحت، درملنې، زده‌کړو او د زیارت کوونکو لپاره د ترانسپورټ په برخو کې لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي. نوموړي همداراز غوښتنه کړې، چې ایران د ګرځندوی او هوټل‌دارۍ انسټیټیوټ د استادانو لپاره د روزنیزو او علمي سیمینارونو زمینه برابره کړي. د ایران سفیر علي‌رضا بیکدلي هم د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دیني، فرهنګي او تمدني مشترکاتو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې هېواد یې د ګرځندوی او زیارتي برخو د اسانتیاوو د پراختیا او د تجربو د شریکولو لپاره چمتو دی. دواړو لورو د غونډې په پای کې د ګرځندوی او فرهنګي همکاریو د پراختیا، د ګډ هوکړه ‌لیک د چمتو کولو او د اړوندو ادارو ترمنځ د دوامدارې همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

Quick facts

LocationKabul
TopicDiplomacy
Sources1
Last update2026-06-27 23:01:33

Timeline

  1. Bakhtar

    د افغانستان او ایران ترمنځ د ګرځندی په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-06-27 14:48:55

د افغانستان او ایران ترمنځ د ګرځندی په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې

Open original source

اړوندې مقالې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button