KabulPoliticsافغانستاندری

پاکستان کې طبي تحصیلي مرکزونو ته د افغانستان محصلینو د ایستلو سپارښتنه شوې… — Pajhwok

در حال تکمیلPoliticsKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-08 09:32:04🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د پاکستان طبي او ستوماتولوژي شورا د دغه هېواد طبي پوهنتونونو او کالجونو ته سپارښتنه کړې چې په دغو مرکزونو کې پر زده‌کړو بوخت افغان محصلینو ته د بېرته ستنېدو اسانتیا برابره کړي او نوي افغان محصلین دې نه مني. د عرب نیوز د راپور له مخې، د پاکستان طبي او ستوماتولوژۍ شورا (PMDC) د سپټمبر په لومړۍ نېټه په یوه لیک کې ویلي، هغه افغان محصلین چې مخکې د دغه هېواد په طبي یا د ستوماتولوژۍ پروګرامونو کې ثبت شوي، باید بېرته افغانستان ته ستانه شي. د راپور له مخې، په دغه لیک کې له ښوونیزو مرکزونو غوښتل شوي چې د دغو محصلینو د وتلو د اسانتیا ترڅنګ ټول اړینې اداري چارې چې د نه‌ممانعت سند (NOC) صادرول هم پکې شامل دي، ترسره کړي. دې شورا ویلي چې په روان تحصیلي کال کې، تر بلې خبرتیا پورې، د افغانستان اتباعو ته د نوي شاملېدو، د محصلینو ځای پر ځای کولو، د انتقال، تحصیلي مهاجرت یا د نورو اسانتیاوو اجازه نشته. عرب نیوز راپور کې راغلي، دغه لارښوونه داسې مهال شوې چې پاکستان د افغان اتباعو د بېرته ستنولو او ایستلو بهیر چټک کړی او د اسلام‌اباد او افغان حکومت ترمنځ اړیکې هم له لا ډېرو کړکېچونو سره مخ شوې دي. د پاکستان طبي او ستوماتولوژۍ شورا په خپل لیک کې…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-08 09:32:04

خط زمانی

  1. Pajhwok

    پاکستان کې طبي تحصیلي مرکزونو ته د افغانستان محصلینو د ایستلو سپارښتنه شوې ده

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-08 14:00:42

پاکستان کې طبي تحصیلي مرکزونو ته د افغانستان محصلینو د ایستلو سپارښتنه شوې ده

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button