Summary: د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د کډوالو نړۍ وال سازمان په مالي ملاتړ د ۱۳ میلیونه ۸۳۴ زره ۴۲۸ افغانیو په لګښت د دوو استنادي دېوالونو د جوړېدو چارې بشپړې شوې دي. د یاد ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې امادګۍ رئیس مولوي جمعه خان مستقیم باختر اژانس ته ویلي، چې دغه دوه استنادي دېوالونه د نوزاد ولسوالۍ په خاوې او دوسنګ سیمو کې جوړ شوي، چې پر مټ به یې استوګنیز کورونه او کرنېزې ځمکې د سېلابونو له خطر څخه وژغول شي. د یادونې وړ ده، چې دغه استنادي دېوالونه ټولټال ۹۵۰ متره اوږدوالی او ۴.۱۰ متره لوړوالی لري، چې د کار په جریان کې یې د سیمې لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
اطلاعات کوتاه
مکانهلمند
موضوعPolitics
منابع1
بهروزرسانی2026-09-08 14:12:02
خط زمانی
-
Bakhtar
هلمند کې د څه باندې ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت دوه استنادي دېوالونه جوړ شول
منابع
Afghan sources
BakhtarPS
2026-09-08 11:22:54
هلمند کې د څه باندې ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت دوه استنادي دېوالونه جوړ شول