Summary: د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۲ کلنه دښمني د ځایي مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په هڅو پای ته ورسېده. سرچینې باختر اژانس ته ویلي چې دغه دښمني ۱۲ کاله وړاندې د ځمکې پر سر رامنځته شوې وه، چې پکې دواړو لوریو ته مالي او ځاني زیانونه هم اوښتي وه د ځایي مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په هڅو پای ته ورسېده.د سرچینې په وینا، د ځایي مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب دواړو کورنیو سره روغه جوړه وکړه او د اوږدې دښمنۍ د پای ته رسولو پرېکړه یې وکړه.په همدې حال کې، دواړو پخلا شویو لوریو د روغې جوړې هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه، چې له دې وروسته به په خوښۍ، ورورولۍ او سوله ییزه فضا کې خپل ژوند ته دوام ورکړي.
لنډ معلومات
ځاینیمروز
موضوعDiplomacy
سرچینې1
تازه شوی2026-09-08 14:12:06
مهالوېش
-
Bakhtar
نیمروز کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۲ کلنه دښمني پای ته ورسېده