Sportsافغانستاندریغور

افغانستان له بنګله‌دېش او زېمبابوې سره سیالۍ کوي | آمو ټلویزیون — Amu TV

در حال تکمیلSportsغور1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-08 14:12:13🎙 رادیو را بشنوید

د افغانستان کرکټ بورد وایي چې د هېواد د کرکټ ملي ټیم به په راتلونکو اکتوبر او نومبر میاشتو کې په متحده عربي اماراتو کې د یو لړ نړیوالو سیالیو په ترڅ کې د بنګله‌دېش او زېمبابوې کوربه توب وکړي. دا سیالۍ درې ټېسټ لوبې، یوه درې اړخیزه یو ورځنۍ ODI)) لړۍ او درې شل اوریزې T20I)) لوبې رانغاړي. د مسابقو پروګرام د اکتوبر له ۹مې تر ۱۳مې نېټې پورې د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ په یوې ټېسټ لوبې سره پیل کېږي. له هغه وروسته، د افغانستان، بنګله‌دېش او زېمبابوې ترمنځ درې اړخیزه یو ورځنۍ لړۍ د اکتوبر له ۱۷مې تر ۲۳مې نېټې ترسره کېږي. هره ډله به یو یو ځل له بلې سیالې ډلې سره لوبېږي او دوه غوره ټیمونه به د اکتوبر په ۲۳مه نېټه پایلوبې ته لار ومومي. د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې، بنګله‌دېش د اکتوبر په ۱۷مه له زېمبابوې سره مخ کېږي. افغانستان به د اکتوبر په ۱۹مه د زېمبابوې او د اکتوبر په ۲۱مه د بنګله‌دېش پر وړاندې میدان ته ووځي. د درې اړخیزې لړۍ له پای ته رسېدو وروسته، افغانستان د اکتوبر په ۲۷مه، ۲۹مه او د نومبر په لومړۍ نېټه په دریو شل اوریزو لوبو کې د زېمبابوې کوربه توب کوي. افغانستان او زېمبابوې به وروسته دوه ټېسټ لوبې هم ترسره کړي. لومړۍ لوبه د نومبر له ۵مې تر ۹مې او…

اطلاعات کوتاه

مکانغور
موضوعSports
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-08 14:12:13

خط زمانی

  1. Amu TV

    افغانستان له بنګله‌دېش او زېمبابوې سره سیالۍ کوي | آمو ټلویزیون

منابع

Afghan sources

Amu TVPS
2026-09-08 11:01:45

افغانستان له بنګله‌دېش او زېمبابوې سره سیالۍ کوي | آمو ټلویزیون

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button