د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د پاکستان د طبي زدهکړو او غاښونو طب د زدهکړیالانو د ایستلو د پرېکړې په غبرګون کې ویلي، چې د زدهکړې په وروستي کال کې د افغان زدهکړیالانو ایستل یوه « له کرکې او ظلمه ډکه کمزورې» کړنه ده. هغه ویلي:« امریکا او ایران په جګړه کې دي؛ خو ایراني زدهکړیالان له امریکايي پوهنتونونو نهایستل کېږي. پاکستان افغان طبي زدهکړیالان د زدهکړو په وروستي کال کې ایستلي دي. دا ځواک نهدی، بلکې سپکاوی، ظلم او کرکه ده.» دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته کېږي، چې د پاکستان د طبي زدهکړو او غاښونو طب شورا افغان زدهکړیالانو ته، چې د دغه هېواد په بېلابېلو د طب او غاښونو طب په پوهنځیو کې زدهکړې کوي؛ افغانستان ته د ستنېدا امر کړی او تعلیمي بنسټونه یې د نویو افغان زدهکړیالانو له منلو منع کړي دي. دغې شورا د سپټمبر د لومړۍ نېټې د لارښوونې له مخې: هغه افغان اتباع، چې له دې مخکې د پاکستان په طب پوهنتون یا غاښونو طب پروګرامونو کې شامل شوي؛ اړ دي، چې افغانستان ته ستانه شي. تعلیمي بنسټونه هم مکلف شوي، چې ټول اداري پړاوونه، د نهممانعت سند (NOC) ورکول او د زدهکړیالانو د وتلو آسانتیاوې بشپړې کړي. دغه راز شورا ویلي، چې په روان ښوونیز کال کې به تر بلې خبرتیا پورې افغان اتباعو ته د زدهکړو د منلو،…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Ariananews
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News
سرچینې
Afghan sources
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News