په کابل کې د یو شمېر افغان رسنیو مسوولینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي چې د طالبانو استخباراتو پرې د خپلې ډلې رسنیز ادبیات جبري کړي او د ځانګړو ۲۲اصطلاحاتو نوملړ یې ورته سپارلی دی. په دغو اصطلاحاتو کې مخالفو جبهو، سیاستوالو او مخالفو هېوادونو ته ځانګړي نومونه ټاکل شوي. په لاهور ښار کې کینګ اېډورډ طبي پوهنتون، د اقبال طب پوهنځي او فاطمه جناح طب پوهنځني او همداراز په ملتان کې نشتر طبي پوهنتون په طب پوهنځيو کې پر زدهکړو بوختو افغان محصلانو ته په رسمي ډول ویلي چې دوی نور په دغو ادارو کې خپلې زدهکړې نه شي کولی. په لاهور کې د کینګ اېډورډ طبي پوهنتون له خوا د دوشنبې په ورځ خپره شوې اعلامیه کې افغان محصلینو ته ویل شوي، چې د پاکستان د طبي شورا (پي اېم ډي سي)د لارښوونې له مخې دې محصلین اړوندې «اداري چارې» په ۲۴ ساعتونو کې بشپړې کړي. د کینګ اېډورډ طبي پوهنتون د لیلیې دفتر نن، سې شنبه، په یوه بله اعلامیه کې چې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ترلاسه کړې، ویلي چې افغان اتباع محصلین، هلکان او نجونې، دې په ۲۴ ساعتونو کې له لیلیو ووځي. د کينګ اېډورډ طبي پوهنتون د دوشنبې په ورځ په دغه پوهنتون کې د طب په زدهکړه بوختو ۲۲افغان محصلینو، هلکانو او نجونو، ته هم ورته اعلامیه ورکړې ده. په دغو محصلانو…
Quick facts
Timeline
-
AF International
جبري الفاظ او القاب؛ طالب استخباراتو افغان رسنیو ته د رسنیزو ادبیاتو کرښې ټاکلې دي
Sources
Afghan sources
جبري الفاظ او القاب؛ طالب استخباراتو افغان رسنیو ته د رسنیزو ادبیاتو کرښې ټاکلې دي