افغانستانامنیت

افغانستان ۶۰ درصد واردات خود را از طریق ایران انجام می‌دهد

DevelopingSecurity1 sourcesUpdated 2026-06-28 08:49:19

د پاکستان د سرحدي لارو له تړل کېدو وروسته، ایران د افغانستان د سوداګرۍ تر ټولو مهمه لار ګرځېدلې او اوس د دغه هېواد شاوخوا ۶۰ سلنه سوداګریزې راکړې ورکړې د لوېدیځو لارو او د ایران له لارې ترسره کېږي. د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې د پاکستان له لارې د افغانستان د رسمي سوداګرۍ درېدلو، د دغه هېواد د ترانزیټي لارو په بدلون کې د پام وړ اغېز کړی دی. د راپور له مخې، د منځنۍ اسیا د رېل پټلۍ له لارو د استفادې د زیاتېدو ترڅنګ، د افغانستان د وارداتو او صادراتو ډېره برخه اوس د ایران له لارې ترسره کېږي. په راپور کې، دې ته په اشارې سره چې افغان سوداګرو توانېدلي د خپلې سوداګرۍ بهیر وساتي، ټینګار شوی چې د ایران د لارې بدیل کېدل افغانستان ته د اساسي توکو د وارداتو د درېدو مخه نیولې ده. خو ویل شوي، چې د دغو لارو اوږدوالی او لوړ لګښت د ترانزیټ مصارف زیات کړي او په افغانستان کې یې د خوراکي توکو، سون‌توکو او کرنیزو لومړنیو موادو پر بیو اغېز کړی دی. د دغه بنسټ په وینا، د پاکستان د سرحدونو دوامداره تړل کېدل کولی شي د افغانستان پر اقتصاد لا ډېر فشار واچوي او د خوړو د خوندیتوب بحران لا پسې ژور…

Quick facts

TopicSecurity
Sources1
Last update2026-06-28 08:49:19

Timeline

  1. Parstoday

    افغانستان خپل ۶۰ سلنه واردات د ایران له لارې تر سره کوي

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-06-28 08:34:31

افغانستان خپل ۶۰ سلنه واردات د ایران له لارې تر سره کوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button