کابل (پژواک، ۱۸ وږی ۱۴۰۵): کرملین وايي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره په ټیلېفوني خبرو کې په اوکراین کې د جګړې د ژر پای ته رسېدو او د واشنګټن او مسکو ترمنځ د اړیکو د بشپړې بیارغونې غوښتنه کړې ده. د رویټرز د راپور له مخې، د کرملین سلاکار یوري اوشاکوف ویلي چې دغې ټیلېفوني خبرې تېره ورځ (سهشنبه) ناوخته شاوخوا یو ساعت دوام وکړ او پوتین هم د ټرمپ له نظره ملاتړ کړی دی. د اوشاکوف په خبره، پوتین په دغو خبرو کې د هغو اقداماتو په اړه بحث کړی چې امریکا یې کولی شي د جګړې د پای ته رسېدو لپاره ترسره کړي او له ټرمپ سره یې د جګړې د ډګر د وضعیت په اړه خپله ارزونه هم شریکه کړې ده. د راپور له مخې، اوشاکوف زیاته کړې چې ټرمپ ټینګار کړی، د جګړې ژر پای ته رسول کولی شي د روسیې او امریکا ترمنځ د پراخو اړیکو، په ځانګړي ډول په سوداګریزو او اقتصادي برخو کې، د بیا رغېدو زمینه برابره کړي. هغه ویلي چې ټرمپ غواړي د خپلې ولسمشرۍ په دوره کې د جګړې د پای ته رسولو په بهیر کې پرمختګ وشي او پوتین هم د دغه دریځ ملاتړ کړی دی. د رویټرز د راپور له مخې، د کرملین سلاکار دغهراز ویلي چې پوتین په دغو خبرو…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
ټرمپ له پوتین سره خبرو کې د اوکراین جګړې د ژر پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده
منابع
Afghan sources
ټرمپ له پوتین سره خبرو کې د اوکراین جګړې د ژر پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده