کابل (پژواک، ۱۸ وږی ۱۴۰۵): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۲۰۹ کورنۍ چې ۱۰۱۷ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې؛ دغهراز، ۱۲۹ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۱۶۲ کورنیو سره نغدي او نورې مرستې شوې دي. د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکسپاڼه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د تېرې ورځې راپور خپور کړی دی. د دغه کمېسیون د راپور له مخې، د تورخم له لارې ۹۵ کورنۍ چې ۵۳۶ کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي. د کمېسیون د معلوماتو له مخې، له تورخم څخه ۸۴ کورنۍ چې ۴۴۱ کسان کېږي، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ کرایې لپاره یې درې میلیونه او ۷۵ زره افغانۍ ورکړل شوې دي. د کندهار د سپینبولدک له لارې هم ۳۱ کورنۍ چې ۱۴۲ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي. د مسوولینو په خبره، له دې ډلې ۲۲ کورنۍ چې ۱۰۸ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د هغوی د ترانسپورټي لګښتونو لپاره یې څه باندې ۲۸۶ زره افغانۍ ورکړل شوې دي. سرچینه زیاتوي چې په سپینبولدک کې له ۳۰ کورنیو سره په ټولیز ډول ۲۲۸ افغانۍ مرسته شوې او خوراکي، روغتیایي او مخابراتي خدمات هم ورته وړاندې شوي دي. د دغه راپور…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۲۰۹ کورنۍ راستنې شوې دي