افغانستانامنیتپښتو

د روسیې دفاع وزیر: د تاجکستان-افغانستان پولې د امنیت پیاوړتیا د مسکو لومړیتوب… — AF International

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-09 06:50:22🎙 راډیو واورئ

د روسیې دفاع وزیر اندري بېلوسوف ویلي، له افغانستان سره د تاجکستان د ګډې پولې د امنیت پیاوړتیا د مسکو د امنیتي او دفاعي پروګرامونو له مهمو لومړیتوبونو څخه ده. هغه ویلي، په تاجکستان کې د روسیې پوځي اډه له بهرنیو ګواښونو سره د مقابلې لپاره چمتو ده. د (انار اکاډمۍ) د ۲۶۱۲ افغانانو پر ځوابونو ولاړې څېړنې موندنې د سېپټمبر پر اتمه د سواد نړۍوالې ورځې په مناسبت خپرې شوې دي. د دغه اکاډمۍ مشرې بېنظیر پویا په یوې انلاین غونډه کې ویلي، افغان نجونې او ښځې د خصوصي ښوونیزو مرکزونو، انلاین درسونو، له موبایلونو او له ملګرو سره د وړو مطالعاتي ډلو له لارې زده‌کړو ته دوام ورکوي.د هغې په وینا، دغه بدیلې زده‌کړې د رسمي ښوونځیو او پوهنتونونو ځای نه‌شي نیولای؛ خو د زده‌کوونکو هیله ژوندۍ ساتي.د څېړنې لپاره معلومات د ۲۰۲۶کال په مارچ میاشت کې د افغانستان له ۳۰ ولایتونو راټول شوي دي. ډېری ګډونوال په افغانستان کې اوسېدل او یوشمېر نور له هېواده بهر وو.د څېړنې له مخې، ډېری نجونو د ژبې زده‌کړو، خیاطۍ او مسلکي کورسونو ته مخه کړې او په ځانګړي ډول له موبایلونو څخه د انلاین زده‌کړو لپاره کار اخلي. نږدې ټولو ګډونوالو ویلي، چې موبایل یا لپټاپ لري خو ډېرو یې د کمزوري انټرنېټ له ستونزو شکایت کړی دی.بېنظیر پویا وايي، انلاین زده‌کړې نجونو ته له ښوونکو او نورو زده‌کوونکو سره…

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-09 06:50:22

مهالوېش

  1. AF International

    د روسیې دفاع وزیر: د تاجکستان-افغانستان پولې د امنیت پیاوړتیا د مسکو لومړیتوب دی

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-09-09 04:45:01

د روسیې دفاع وزیر: د تاجکستان-افغانستان پولې د امنیت پیاوړتیا د مسکو لومړیتوب دی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button